په سوریه کې د لوی اختر په مناسبت د اوربند سره سره د ولسمشر بشارالاسد ځواکونو لږترلږه ۱۳۱ کسان ووژل.
د ملګرو ملتونو او عربي ټولنې استازي لخضر ابراهیمي د لوی اختر په مناسبت د څلور ورځني اوربند منځګړیتوب وکړ چې د سوریې مسلمانان یې د جمعې په ورځ لمانځي.
د سوریې انقلابي شورا ویلي چې د اسد ځواکونو د درنو وسلو په واسطه له ۱۰۰ څخه زیاتو هدفونو ته بریدونه کړي او زیاته یې کړه چې یوازې د یکشنبې په ورځ یې ۱۲۷ ځله اوربند مات کړی دی.
(اناتولیا خبري اژانس)



