یوه چارواکي او عیني شاهد وویل، یوه روسي جوړه کارګو الوتکه چې یو شمېر مسافر په کې سپاره وو، د نومبر په څلورمه د جنوبي سوډان په پلازمینه کې له هوایي ډګر څخه تر الوتنې وروسته ولویده، چې لږترلږه ۴۱ کسان په کې سپاره او نور په ځمکه کې ووژل شول.
د ولسمشر ویاند اتیني ویک اتیني رویټرز ته وویل، د الوتکې د عملې یو غړی او یو ماشوم چې په الوتکه کې سپاره وو ژوندي پاتې دي.
هغه وویل، په الوتکه کې ښايي د عملې او ۱۰ تر ۱۵ مسافرو په ګډون ۲۰ کسان سپاره وو، چې نامعلوم شمېر په کې وژل شوي دي. خو هغه وويل چې شمېرې لا هم راټولې شوې دي.
د پولیسو یوه چارواکي، چې خپل نوم یې نه دی ښودلی ویلي، لږترلږه ۴۱ کسان وژل شوي دي. د رویټرز یوه عیني شاهد هم ویلي چې هغه د پېښې په ځای کې ۴۱ جسدونه لیدلي دي.



