عرب لیګ د سوریې رژیم د کیمیاوي برید پړه اچوي

په قاهره کې میشته عرب لیګ د سه شنبې په ورځ دمشق ته نږدې د تیرې اونۍ د کیمیاوي وسلو د برید لپاره د سوریې رژیم تورن کړ چې په سلګونو کسان یې ووژل، په داسې حال کې چې ګومان کیږي چې عربي او لویدیځ هیوادونه د سوریې پر حکومتي اهدافو د پوځي برید لپاره چمتووالی نیسي.
په قاهره کې د لیګ له یوې بیړنۍ غونډې وروسته په یوه بیان کې راغلي چې د عربي ټولنې سازمان په یوه بیان کې چې په قاهره کې د لیګ له یوې بیړنۍ غونډې وروسته خپره شوې، ویلي چې د سوریې د رژیم له خوا په ختیځه غوطه کې وحشتناکه حمله او د ممنوعه کیمیاوي وسلو کارول د بشري او اخلاقي ارزښتونو په ښکاره سرغړونه ده.
لیګ د برید د عاملینو د نیولو غوښتنه وکړه. دې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له غړو وغوښتل چې خپل اختلافات له منځه یوسي او د سوریې د رژیم د "نسل وژنې" جرمونو پروړاندې د احتمالي اقداماتو په اړه ګډ دریځ ته ورسیږي.
په بیان کې د زهرجن ګاز د برید په ځواب کې د سوریې په اهدافو د برید لپاره د متحده ایالاتو یا انګلستان احتمالي اقداماتو ته اشاره نه ده شوې.
دمشق په خپله برخه کې د اګست د ۲۱مې د حملې مسوولیت رد کړی، چې د راپورونو له مخې تر ۳۰۰ ډېر کسان په کې ووژل شول، پر ځای یې د پېښې پړه پر مخالفو وسله والو واچوله.
د عرب لیګ مشر نبیل العربی، د مصر او عراق د لیګ استازو سره، په سوریه کې د روانې شخړې د سیاسي حل لپاره - د نظامي حل په مقابل کې د سیاسي حل غوښتنه وکړه.
په همدې حال کې سعودي عربستان او قطر دواړو د سوریې د رژیم پر ضد د جدي اقدام او د وروستي کیمیاوي برید د عاملینو د نیولو غوښتنه کړې ده.
ترکي ټریبیون



