اردوغان وویل "پنځه دایمي غړي د تاریخ په وړاندې لوی حساب او مسؤلیت لري."

د ترکیې لومړي وزیر رجب طیب اردوغان د پولنډ په پلازمینه وارسا کې په جوړ شوي کنفرانس کې وویل چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له اوسني جوړښت سره به انسانیت هیڅکله سولې ته ونه رسیږي.
"پنځه دایمي غړي د تاریخ په وړاندې لوی حساب او مسؤلیت لري. په سوریه کې ستونزه هغه وخت حل کیدی شي چې پنځه غړي یې پریکړه وکړي.
د کنفرانس نه وروسته، لومړي وزیر اردوغان او میرمن اردوغان د پولنډ لومړي وزیر ډونالډ ټسک او میرمن توسک لخوا په لومړي وزارت کې د دوی په ویاړ په جوړه شوې ډوډۍ کې ګډون وکړ.
د ماښام په ډوډۍ کې د اردوغان سره یو شمېر وزیران، چارواکي او سوداګر ملګري وو.
ولسمشر اردوغان د ترکیې په وخت د شپې لس بجې له وارسا څخه د استانبول په لور روان شو.
AA



