د هلمند د والي وياند عمر ځواک وايي، پېښه د لښکرګاه ښار په لومړۍ ناحيه کې رامنځته شوې ده.
ځواک وويل، چې په سيمه کې د ده د ورور په ګډون دوه نور ملکي وګړي هم ټپيان شوي دي.
جمهور رئیس غني دغه برید په کلکو ټکو وغانده او زیاته یې کړه، ترهګرې ډلې نه شي کولای په دغه ناوړه جنایت او بریدونو سره د بیان ازادي او د خبریالانو غږ محدود کړي.
تر اوسه کومې ډلې د دغه برید مسوولیت نه دی منلی.
دا په داسې حال کې ده چې د پنجشنبې په ورځ د UNSG ویاند سټیفن دوجاریک وویل چې دوی د جګړې په سیمو کې په ګډون په ټوله نړۍ کې پر خبریالانو او د رسنیو پر کارکوونکو د بریدونو په اړه ژوره اندیښنه لري.
نوموړي د جګړې پر ښکېلو غاړو او نړيوالې ټولنې غږ وکړ، چې د خبريالانو ساتنه وکړي او هغوى ته اجازه ورکړي، چې خپل مسلک وکاروي.
د دې اوونۍ په پیل کې د شنبې په ورځ د کابل د نهمې امنیتي حوزې اړوند د څلورم مکروریانو په سیمه کې د طلوع نیوز د پخواني خپرونکي یما سیواش په ګډون د مرکزي بانک درې کارکوونکي ووژل شول.
سرچینه: atnnews



